د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان د ملکي خدمتونو انستېتیوت تر منځ هوکړه‌لیک لاس‌لیک شو

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۰
dfsd

 

د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د افغانستان د ملکي خدمتونو انستېتیوت تر منځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ هوکړه‌لیک لاس‌لیک شو. دا هوکړه‌لیک د پوهنتون رئیس او د افغانستان د ملکي خدمتونو انستېتیوت د څېړنې سرپرست رئیس لاس‌لیک کړ. په هوکړه‌لیک کې د دواړو لورو ژمنې راغلې دي.

د دغه هوکړه‌ لیک موخې دا دي:

• شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د ملکي خدمتونو انستېتیوت به د بنسټیزو عامه څېړنو د پراختیا او مدیریت په موخه د ګډ څېړنیز پروګرام په عملي کولو کې له یو بل سره همکاري وکړي.

• د معیاري څېړنې په برخه کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او ملکي خدمتونو د انستېتیوت علمي مشارکت.

• د څېړنو د ګډې ارزونې او مخته وړلو لپاره ګډه کمېټه ټاکل او د څېړنو پایلې د کتابونو او علمي مقالو په ډول خپرول.

• د څېړنې بهیر عملي کول او د شته پایلو او د استادانو او کارکوونکو د علمي تجربو له مخې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برخې تېزسونه بشپړول.

په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د پوهنتون د ماسټرۍ د برخې آمر ښاغلي پوهاند فضل‌الحق فضل، د روزنیزو او مسلکي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالواسع عظیمی، د روزنیزو او مسلکي علومو پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر سخنور، د افغانستان د ملکي خدمتونو انستېتیوت د څېړنې او اړتیا سنجونې سرپرست رئیس ښاغلي هدایت‌الله صدیقي، د دغه انستېتیوت د بشري سرچینو آمرې آغلې اسما فروغ او د دوی همکارانو ګډون کړی و

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS