د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د نیالګیو کښېنولو لړۍ دوام!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۹:۲۲
766

نن شنبې ورځ د ١٩/۱/۱۴۰۲هـــــ. ش.نېټه دا ځل د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي محصلینو د نیالگیو کښېنولو دود تر سره کړ.

په دې کمپاین کې چې د پوهنتون علمي چارو او محصلانو چارو معاونینو هم برخه اخیستې وه، د محصلینو د دې نېک اقدام هر کلی او له هغو یې منندویي وکړه.

د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشيدي” د پوهنځي له مشرتابه او محصلینو څخه د دې اقدام د هر کلي او منندویۍ ترڅنګ پخپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د پوهنتون په ښکلا کې دا ډول کړنې خورا ارزښتمن گام دی.

د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي مشرتابه هم له ټولو هغو محصلینو څخه چې په دې کمپاین کې یې برخه اخیستې وه منندویي وکړه، همدارنگه نوموړي په خپله وینا کې محصلینو ته وویل: “ د هېواد آبادوول ستاسو مسئوولیت او دنده ده، په هره برخه کې خپل هېواد ته د خدمت جوگه اوسئ

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS