د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

keu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۹:۱۳
kkk

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر، د لوړو زده کړو مالي او اداري معین، د مرکزي ادارو رییسانو، د مرکزي پوهنتونو استادانو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، لیکوالانو او د ښځو فعالینو په دغه پروګرام کې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د نړۍ او افغانستان ښځو ته د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې مبارکي وویله او د دغې ورځې نمانځل یې د ښځو ځای موندلو او عدالت غوښتنې د مبارزو یوه برخه وبلله.

د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو تمدنونو او فکري مکتبونو کې د ښځو سیاسي او ټولنیز ژوند لوړو او ژورو ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ اسلام له نورو فکرې ډلو زیات ښځو ته په بشري ټولنه کې فضیلت او انساني کرامت ورکړی او په ټولنه کې یې د ټاکنې، زده کړې، کار، قضاوت، مشرۍ او مدیریت حق ورکړی دی.

دوکتور عباس بصیر وویل، چې اسلام ښځینه او نرینه ته د انسانیت او عدالت په سترګه ګوري او د مریم، عایشه، فاطمه او د فرعون مېرمن ته ورته ښځې د جنسیت له پولو ورهاخوا د انسانیت غوره بېلګې دي.

د لوړو زده کړو وزیر په بېلابېلو علمي او اداري برخو کې د ښځو د شتون پر پیاوړتیا او پاملرنې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو د ګډون کچه له ۱۵ سلنې ۳۰ سلنې ته لوړه شوې او د لوړو زده کړو په ټولو بنسټونو کې د ښځو لپاره د مساوي فرصتونو ورکول د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې حسنی جلیلي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ناهید فرید او غلام حسین ناصري او لیکوالې او د ښځو حقونو فعالې حمیرا قادري د ښځو د مقام په اړه ویناوې وکړې او افغان ښځو ته یې د دغې ورځې مبارکي وویله او د جنسیتي برابرۍ او عدالت ټینګښت لپاره یې د ښځو او نرینه فعاله ونډه او ګډون په افغانستان کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوندانه سمون لپاره د هیلې وړ یاده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په ۴۹ دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون پالیسۍ د تطبیق په هکله د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د ارزونې او راپور پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت درېیم مقام خپل کړی او په دې وروستیو کې د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر ښاغلي احمد نادر نادري لخوا د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابع مشر مصطفی یونس زاده او د جنډر آمرې ملکې قاسمي ته د ویاړ جایزه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

شنبې ورځ د ١٩/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٨/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"   د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۵۱
Background image

ورځنی حدیث او نېټه!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي استادانو لپاره" د اسلامي علومو نړیوال او ملي ژورنالونو څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

دوشنبې ورځ ١٣/٤/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٤/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د اسلامي علومو پوهنځي. . .

BACK TO NEWS