په علمي کادر کې د شمولیت لپاره آزموینه

keu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۰:۳
tt

 

د ۱۳۹۹ کال پنجشنبې ورځ د وږي په ۲۷مه، د بغلان پوهنتون د فزیک څانګې لپاره د لیسانس یو بست د اعلان پراساس، مخکې د کادرعلمی د غړو ګمارلو د لایحه سره سم، د انګلیسي آزموینه اخیستل شوې وه او د کاندیدانو لپاره سرچینې د پوهنتون ویب پاڼه کې خپرې شوې وې، چې دیارلس وړ لیسانس نوماندان دې پوهنتون ته معرفي شوي ؤ. په آرامه او شفافه فضا کې د کاندیدانو آزموینه د علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي، د فزیک څانګې آمر آغلي نفیسه احسان او ټاکل شوي کتنپلاوې په شتون کې واخیستل شو، آزموینه د سهار له 9:00 تر10:30 بجو پوري واخیستل شوه. د آزموینې پایله همغه ورځ اعلان شوه. او د علمي غړو ګمارلو د لایحه سره سم، هغه کاندید چې لوړه نمره ترلاسه کړې د کنفرانس لپاره یې موضوع د څانګې له خوا غوره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS