کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا د کمپیوټر ساینس، تربیتي او مسلکي علومو او بدنې روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د برېښنایې زده کړو HELMS ورکشاپ دایر شو!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۶
trtrt

یکشنبې ورځ ١١/٦/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٣/١٠/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې لخوا کمپیوټر ساینس، تربیتي او مسلکي علومو او بدنې روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د (برېښنایي زده کړو پېژندنې، برېښانیي زده کړو اهدافو، برېښنایي زده کړو ضرورتونو او برېښنایي زده کړو میتودونو) HELMS اړوند، ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو او مالي او اداري چارو معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو، معلوماتي تنکالوژۍ آمر، دعوت او ارشاد آمر، استادانو او تدریسي مدیرانو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ دایرېدو اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د برېښنایې زده کړو ضرورتونو او ارزښتونو په پار مو یاد ورکشاپ لړۍ پیل کړې چې په برېښنایي برخو د پوهنتون د ټولو استادانو ستونزې حل شي او محصلینو سره په دې برخه کې لازمه همکاري وشي.

وروسته له مقدماتي خبرو، د ښاغلي پوهنیار سلیمان "اسحاقزي" لخوا د برېښنايي زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS