د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د مبارکۍ پیغام!

yasin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۱۰:۲۲
44

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ)

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د 1445ه.ق/1445ه.ش کال د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان غیور او مجاهد ولس، په ځانګړې توګه د شهیدانو قدرمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، سرسپارلو غازیانو، محصلینو او هغه علمي او مسلکي کادرونو ته چې د هېواد د سوکالۍ او آبادۍ په موخه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه کوي، د آزادۍ، امن او اخوت په سپېڅلې فضاء کې د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وایي.

الله تعالی ﷻ مو لمانځونه، صدقات، طاعات، عبادات او ټول نېک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړي.

د یو آباد، پرمختللي او متعهد افغانستان په هیله!

په درنښت

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس

شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ته ستاینلیک ورکړل شو!

دوشنبې ورځ د 3/2/1403 ه.ش چې له 13/10/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" ته ستاینلیک ورکړل. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۱
Background image

د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق لپاره د کمېټې اېجادولو دویمه غونډه ترسره شوه!

یکشنبې ورځ ١٢/١٠/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۱۵
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

دوشنبې ورځ د 3/2/1403 ه.ش چې له 13/10/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS