د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق لپاره د کمېټې اېجادولو دویمه غونډه ترسره شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۱
554
یکشنبې ورځ ١٢/١٠/۱۴۴۵ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس د نتایجو د تطبیق کمېټې جورښت په پار دویمه غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ترجمې رئیس او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو په ګډون ترسره شوه.
غوڼده د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملي کنفرانس په بریالی توګه پای ته رسېدو اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د کنفرانس نتایجو تطبیق لپاره به کمېټه اېجاد شي، چې د کنفرانس ټولې برخې به وڅېړي او د کنفرانس له لاسته راوړنو به د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنې وزارت پوره ګټه واخلي.
د غونډې په جریان کې د ګډوونکونکو لخوا د لاندې موضوعاتو :
د کنفرانس نتایجو د تطبیق لپاره د کمېټې اېجاد، د ملي کنفرانس نتایجو تطبیق او د راتلوونکې غونډې دایرېدلو اړوند بحث او خبرې وشوې

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS