کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ته ستاینلیک ورکړل شو!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۲۳
144
دوشنبې ورځ د 3/2/1403 ه.ش چې له 13/10/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غړو لخوا د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" ته ستاینلیک ورکړل شو
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" چې په ډېر کم وخت کې یې د پوهنتون بهبود او ښه والي لپاره اړین کارونه ترسره کړي دي د علمي شورا غړو له ښاغلي رئیس صاحب څخه د ستاینلیک په ورکړې منندویي وکړه او د الله ج له دربار څخه یې ورته د لا زیاتو خدماتو ترسره کولو هیله وکړه.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د علمي شورا غړو څخه د منندویې ترڅنګ، وویل: خپلو کارونو ته به ادامه ورکړم او په هره برخه کې به کوښښ وکړم چې پوهنتون او محصلینو ته لا ډېر خدمات ترسره شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS