د شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون د پوهاند او پوهنوال رتبې لپاره علمي کنفرانسونه دایر شو

keu_admin
Sun, Jan 03 2021 3:12 PM
dfdf

 

د ۱۳۹۹کال د شنبې ورځ د مرغومي په۶مه، درېیم پړاو ربعوار علمي کنفرانسونه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د پوهاند او پوهنوال لپاره د علمي څیړنو د همغږۍ مرکز له خوا په لاره اچول شوی ؤ. په دې غونډه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان رشیدي، د پوهنتون د علمي څیړنې د همغږۍ مرکز آمر آغلې پوهنیار نرګس ستانکزی، د پوهنځییو رییسان، د څانګو مشران او د پوهنتون استادان په ګدون پیل شو.

کنفرانس د خدای تعالی د کلام آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې، د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي جمشید خان رشیدي د علمي کنفرانسونو د اغیزمنتوب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا د خوښۍ ځای دی چې د پوهنتون لوړ رتبه استادانو ته فرصت ورکړل شو چې د علمي کنفرانسونو په درېیم پړاو کې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کوي، تر څو خپلو علمي مقالو نه په خپلو علمي آثارو کې وکاروئ او نور استادان به هم ترې ګټه پورته کړي.په ادامه کې د پوهنتون علمي څیړنې د همغږۍ مرکز آمر آغلې پوهنیار نرګس ستانکزي، د ژوري هیأت ګمارنې په اړه اړین معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت قانون د درېیمې مادې له مخې، لوړ رتبه استادان مکلف دی چې په کال کې دوه ځله علمي - څیړنیز کنفرانس وړاندې کړي. وروسته، د استادانو د علمي کنفرانسونو وړاندې کولو لړۍ رسماً پیل شوه، د یادونې وړ ده چې یاد شوي کنفرانسونه د دوه ورځو لپاره په یوه محل کې وړاندې شو او د دوشنبې ورځ پای ته ورسیدل.

 

Latest news

Tue, Jan 13 2026 10:53 AM
Background image

Daily Date


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS