کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤولینو ترمنځ (د کابل ښار چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره شوه!

hamid
Thu, Feb 06 2025 11:02 AM
69شسیا

پنجشنبې ورځ د ١٨/١١/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٧/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤولینو ترمنځ (د کابل ښار چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار) د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون معاونینو، استادانو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسؤولینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله "عمرخیل" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: خوښ یو چې له تاسو سره غونډه کې ګډوون کوو، یاده غونډه مو د چاپېریال ساتنې او هوا ککړتیا څخه د مخنیوي په پار د یو ورځني کنفرانس دایرېدلو اړوند نیولې، ترڅو یاد کنفرانس دایر شي او د عامه پوهاوي لپاره ټولنې ته یو مثبت پیغام ولري.

ښاغلي “عمرخیل” زیاته کړه: په نږدې راتلونکي کې به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا یاد کنفرانس دایر شي او د عامه پوهاوي په پار به مقالې او طرحې له ګډون کوونکو سره شریکې شي او غواړو له مونږ سره د یاد کنفرانس دارېدلو لپاره ستاسو نظرونه او وړاندیزونه شریک شي، ترڅو کنفرانس په سمه او منظمه توګه دایر او ټولنې ته یې پیغام ورسېږي.

وروسته، د چاپېریال ساتنې ملې ادارې د چاپېریال ساتنې تنظیم او کنترول رئیس ښاغلي احمد فیصل "بریالي" په خپلو خبرو کې د کنفرانس دایرېدلو اړوند یې خوښي څرګنده کړه او ټولنې ته یې د مثبت پیغام په رسولو کې د کنفرانس دایرېدل یو نېک اقدام وباله، زیاته یې کړه: د کنفرانس په دایرېدلو کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره تاسو سره پوره همکارۍ ته چمتو او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونسپموي.

د یادولو وړ ده چې یاد کنفرانس به په نږدې راتلوونکې کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا دایر شي او له مختلفو ادارو څخه به دولتي چارواکو ته بلنه ورکړل شي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS