کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (۱۴۰۳) کال محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Sun, Sep 15 2024 9:12 AM
112233

شنبې ورځ ۱۱/۳/۱۴۴۶ هــ ق چې له ۲۴/۶/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو د (٤٧٧) تنو د فراغت غونډه  د ا.ا.ا کابینې غړو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون  ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د اېجادېدلو اړوند هراړخیزو معلوماتو شریکولو ترڅنګ یې فارغو محصلینو ته مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کې محصلینو ته په ژوند کې د اهدافو لاسته راوړلو، احترام، اخلاقو، تر دوکتورا سطحې د زده کړو کولو  اړوند اړیني سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د چارو ادارې عمومي رئیس ښاغلي شیخ انورالحق "انور" په خپلو خبرو کې محصلینو ته مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه: خوشحال یم چې داسې غونډه کې ګډون کوم چې د هېواد ځوانان د علم حاصلولو لپاره خپل یو قدم پورته کوي او ا.ا.ا په هېواد کې د زده کړو پرمختګ لپاره په زیادو برخو کې د لېسانس او ماسټرۍ نوي پوهنځي را منځته کړي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث و التفسیر مولوي نداء محمد "ندیم"  د محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ د هغوی له کورنیو مننه وکړه چې خپل اولادونه حمایت کوي او زده کړو ته یې هڅوي، زیاته یې کړه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ او خپل ولس او هېواد ته د خدمت جوګه وګرزئ.

د غونډې په جریان کې د ازموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي "حقاني" د علم ارزښت اړوند هراړخیزي خبرې وکړې.

په پای کې د فراغت غونډه محصلینو ته د  مبارکپاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېده شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS