کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

keu_admin
Thu, Jul 25 2024 5:07 PM
554
دوشنبې ورځ د ۱/۵/١٤٠٣ ه.ش چې له ۱۶/۱/۱۴۴۶ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته او هغو استادانو ته چې له بهر څخه هېواد راغلي د ښه راغلاست ترڅنګ یې د استادانو حاضرۍ، تدریسی چارو څخه وړاندې له پوره آماده‌ګي نیولو سره صنفونو ته تللو د تحقیقي کمېټې غړو فعالیت اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت له مسؤولینو سره مو نظرونه شریک کړي، هیله لرو چې راتلوونکي کې هغه محصلین چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څخه فارغ کیږي د یاد وزارت لخوا ورته په مختلفو ځایونو د کار زمینه برابره شي، همدارنګه یې وویل چې د پوهنتون مخته څلور لارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د کتاب څلور لارو په نامه نومول شوې هیله مو ده چې له دې وروسته یې په دغه نامه سره یې یاده کړئ.
وروسته د علمي چارو او تحقیقاتو او علمي چارو مرستیالانو د خپل اړونده معانیتونو د ١٤٠٣ کال اولې ربعې ګزارش د علمي شورا غړو سره شریک کړل.
همدارنګه د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو:
د علمي چارو او تحقیقاتو او علمي چارو مرستیالانو د اړونده معانیتونو د ١٤٠٣ کال اولې ربعې ګزارش تأیید، علمي شورا غړو سره د ١٤٠٣ کال منظور شوې بودېجې شریکول او د استادانو ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې، چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS