کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په همغږۍ د پوهنځیو رئیسانو، ډیپارټمنټونو آمرینو، استادانو، تدریسي مدیرانو او اجرایي مدیرانو ته د HEMIS زده کړې څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل کړ!

keu_admin
Tue, Jul 02 2024 1:39 PM
9887
یکشنبې ورځ ۲۳/۱۲/۱۴۴۵ هــ ق چې له ۱۰/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په همغږۍ د پوهنځیو رئیسانو، ډیپارټمنټونو آمرینو، استادانو، تدریسي مدیرانو او اجرایي مدیرانو ته د HEMIS سیسټم زده کړې ښوونیز څلور ورځنۍ ورکشاپ د پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې په ICT دفتر کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، استادانو او تدریسي مدیرانو په ګډون پيل شو.
یاد ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ ضرورتونو اړوند هراړخیزي خبرې وکړې او له ګډوونکونکو ته یې له ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.
وروسته له مقدماتي خبرو، د یاد سیسټم ترینر د معلوماتي تکنالوژی او ویډیو کنفرانسونو عمومي مدیر ښاغلي امید "سیرت" لخوا د HEMIS زده کړو ورکشاپ رسماً پیل شو.
د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ به څلور ورځې دوام وکړي او د نه ګوني پوهنځیو رئیسانو، استادانو او تدریسي مدیرانو ته په جلا جلا ورځو کې وړاندې شي.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS