د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې د لسمې دورې د فارغانو د تیزس د دفاع پای

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۰:۳۸
ggg

د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې د لسمې دورې د فارغانو د تیزسونو دفاع کولو محفل د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې پیل شوي و د ۱۴۰۰ کال د چنګاش په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېد. د دغه محفل په پرانیسته کې د پوهنتون رئیسې آغلې پوهنوال لیلما شریفي یما، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د فوق لېسانس پروګرامونو آمر ښاغلي پوهاند فضل‌الحق فضل د روزنیزو او مسلکي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالواسع عظیمي، ژوري پلاوي او لارښودو استادانو ګډون کړی و او ویناوې یې وکړې. په دغه محفل کې د ښوونې او روزنې (معارف) څانګې پنځه‌ویشتو محصلانو له مهال‌وېش سره سم د لارښودو استادانو او څارندوی پلاوي په حضور کې د خپلو تیزسونو بریالۍ دفاع وکړه. هغه عنوانونه چې د ماسټرۍ بورډ د څېړنې لپاره محصلانو ته سپارلي وو، ډېر هراړخیز او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره له ګټورې محتوا ډک وو چې تر څېړنې وروسته محصلانو ښې موندنې لرلې او په ښوونځیو کې یې د تدریس په طریقو، درسي مضامینو او ښوونیز نصاب کې د ستونزو ښې حل‌لارې موندلې وې. د یادونې ده چې پایلې او وړاندیزونه به وروسته اړوندو مراجعو ته ولېږل شي تر څو هغه ادارې د دغو څېړنو له پایلو څخه په هېواد کې د ښوونې او روزنې په لاره کې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې کار واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS