د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!
لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي چې د نوملیکنې لړۍ د سرطان میاشتې له ۲۵مې تر اسد میاشتې پنځمې پورې جریان لري. له ټولو ګرانو محصاینو څخه هیله ده چې په ټاکلې نېټې د نوملیکنې لپاره حاضر شي.
نوملیکنې ځای: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، اړونده پوهنځي.
نېټه: ۲۵/۴/۱۴۰۵ تر ۵/۵/۱۴۰۵ه.ش
د ضرورت وړ اسناد: د تذکرې ۲ رنګه کاپی او ۴ قطعې انځورونه(۳*۴)
