کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته درې ورځنی لارښودي ورکشاپ پیل شو!

hamid2
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
بللسیبیشسیسشیس

سه شنبه- ۲۷،۲،۱۴۴۸ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د اس- پي- اس-اس له نرم افزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د اطلاعاتو تحلیل " ترسرلیک لاندې درې ورځنی لارښودي ورکشاپ پیل شو، چې په دغه ورکشاپ کې به له ګډونوالو سره د معلوماتو راټولولو، تنظیم، تحلیل او له پایلو څخه د اغېزمنې استفادې  اړوند معلومات شریک شي.

د ورکشاپ پرانیستې مراسمو کې د استادانو مسلکي پراختیا امر پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند خپلو خبرو کې د معلوماتو  تحلیل پر ارزښت خبرې وکړې، زیاته یې کړه: په اوسني عصر کې کره او باوري معلومات د پرېکړو، پلان جوړونې، څارنې او ارزونې لپاره مرکزي ارزښت لري.

یاد ورکشاپ د استاد پوهنمل غلام الدین واحدي له لوري پرمخ وړل کیږي چې د دې ورکشاپ په جریان کې به استادانو سره د اس- پي- اس- اس نرم افزار له اساسي او پرمختللو امکاناتو سره بلدتیا، معلوماتو تنظیم او مدیریت عملي زده کړه، معلوماتو تشریفي او احصایوي تحلیل له طریقو سره بلدتیا، جدولونو، ګرافونو او احصایوي پایلو جوړولو او د تفسیر مهارت لوړول، تحلیل شویو معلوماتو پر محور د کره پایلو او راپورونو  وړاندې کولو او د کارکوونکو مسلکي او تحلیلي ظرفیت لوړولو اړوند به اړین معلومات شریک کړي.

jد نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS