کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی علمي- دیني او اصلاحي سمینار په بریالی توګه پای ته ورسېد!
١٧/٨/١٤٤٧ هـ.ق، پنجشنبه
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو لپاره درې ورځنی علمي- دیني او اصلاحي سمینار وروسته له درې ورځو د هېواد جید شیوخو کرامو له لوري د اصلاحي او علمي بیانونو په ترسره کولو سره پای وموند.
د درېیمې ورځې په پیل کې، د کابل منبع العلوم مدرسې شیخ الحدیث خلیفه صاحب محب الله ترابي د امانتداری احساس او خیانت ناوړه پایلو اړوند خبرې وکړې، نوموړيپه خپلو خبرو کې امانت د اهل الله وو او خیانت د اهل باطله وو، ځانګړنه یاده کړه او په وینا یې چې په الهي احکامو او نبوي ارشاداتو کې د امانت په پلي کولو او له خیانت څخه په ځان ژغورلو بار بار ټینګار شوی دی، امانت له شرعي، فطري او عرفي اړخه نېک او غوره ګڼل شوی او برعکس خیانت یې درېیو واړو سرچېنو مذموم(بد) ګڼلی دی.
همدارنګه ترابي صاحب د استاد مقام او د محصلینو او نظام پر وړاندې د استاد مسؤلیت ته په اشارې وویل: د بشریت او انسانیت لومړنی استاد خپله رب العلمین او شاګرد یې ابوالبشر حضرت ادم علیه السلام و، بیا هر پیغمبر په خپله زمانه کې د خپل امت لپاره استاد و، چې په سلسله کې یې فخر دوجهان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خپل بعثت مفهوم په استادي سره تعبیروي؛ نو له دې څخه د استاد لوړ او عظیم الشان مقام په ډاګه کېږي، چې استاد هم باید د همداسي لوړو اخلاقو او ځانګړنو لرونکی وي.
د سمینار درېیمې ورځې موضوعاتو په لړ کې شیخ الحدیث مفتي ابو سعید صاحب ګډونوالو ته د امیر د ټاکلو پر حکم، د امیر پر حقونو، د هغه پر اطاعت او د جمهوریت پر علمي او منطقي رد بحث وکړ، ده وویل: د اسلام له پیل څخه تر نن پورې مسلمانانو ځانته امیر ټاکلی او د مسلمانانو هېڅ یوه ټولنه بې له امیره نه ده پاتې شوې او پر مسلمانانو د امیر ټاکل فرض او بیعت ورسره واجب دی.
د سمینار درېیمې ورځې وروستۍ ویناوال شیخ الحدیث ظهورالله صاحب درنو استادانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د اهمیت، ږیرې او باطلو فرقو اړوند دیني، علمي او اصلاحي معلومات شریک کړل، نوموړي د سنتو ارزښت، ګټو او ثوابونو، د ږیرې پرېښودلو ګټو او د باطلو فرقو د رد اړوند هړ اخیز معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې په پای کې پر ګډونوالو د سمینار اړوند پوښتنپاڼې ووېشل شوې، چې ټولو ګډونوالو د یاد سمینار ارزښت او ګټې اړوند مثبت نظرونه وړاندې کړي و.
یاد درې ورځنی سمینار د د ټولنې د اهم قشر(استادانو) ته د خیر او برکت په دعایې سره پای ته ورسېد.
