کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۵۲
7+dgv9s

دوشنبې ورځ د ١٨/١/١٤٠٤ ه.ش چې له ٩/١٠/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي په پار د امیرالمؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان اړوند هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: یاد فرمان کې د هېواد په کچه د خوښیو، مړینې او د حج او عمرې مراسمو اړوند د ناسمو رواجونو اړوند لازم هدایات ورکړل شوي دي چې له یادو رواجونو څخه مخنیوی کول د ټولنې په ټولو وګړو لازم او ضروري دي، کوښښ وکړئ چې د یاد فرمان ټولې برخې استادانو او محصلینو ته ورسوئ، ترڅو په ټولنه کې د ناسمو رواجونو مخه ونیول شي. همدارنګه یې د توشېح شوي فرمان د ارائې ترڅنګ د یاد فرمان دنیوي او اخروي ګټو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:

د ناسمو رواجونو اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان تشرېح او تطبیق کولو، له ١٤٨٤ کال څخه مخکې د فارغ شویو محصلینو د اسنادو چاپ کولو، د استادانو لخوا په تدریسي بهیر کې د صنفونو او محصلینو نظم او ترتیب کول او د هېواد په کچه د نه ګوني پوهنځیو لخوا د کنفرانسونو ترتیب او تنظیمولو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS