کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۵۹
789

یکشنبې ورځ د ١٩/٣/١٤٤٦ ه.ق. چې له ١/٧/١٤٠٣ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه  د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، اداراي آمرینو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند نور محمد " ستانکزي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته د آسانتیاوو برابرولو په پار مو کتابتون جور کړو، ترڅو محصلین په ارامه فضا کې ورڅخه ګټه واخلي او د غونډې ګډوونکونکو سره یې د کتابتون اړوند هر اړخیز معلومات سره شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران سید بشیر آغا  “هاشمي” د کتابتون پرانیستلو اړوند خوښي څرګنده کړه، د پوهنځي په سطحه یې د یاد کتابتون پرانیستل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، زیاته یې کړه: هیله لرو چې محصلین د مطالعې په برخه کې له کتابتون څخه پوره ګټه واخلي، د پوهنتون رهبري له یاد پوهنځي سره پوره همکار دی او د کتابتون په غني کولو کې به د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي سره پوره همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې یاد کتابتون کې دو زره (٢٠٠٠) جلده د ژبو او ادبیاتو اړوند کتابونه او (١٥)پایې کمپیوټر له انټرنټ سره سمبال وجود لري چې محصلین به ورڅخه پوره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS