کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، تخار او لغمان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې ازموینه واخیستل شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
123

 کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، تخار او د لغمان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالې(انګلیسي) ژبې ازموینه د شنبې ورځ د ١٧/٦/١٤٠٣ ه.ش چې د ٤/٣/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز  کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو انسجام آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله"بېګزاد" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، یې د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې(انګليسی) ژبې ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه یمشنبې ورځ ١٨/٦/١٤٠٣ ه.ش چې له ٥/٣/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS