کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، بدخشان او بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې ازموینه واخیستل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۶:۴۱
55
کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، بدخشان او د بامیان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالې(انګلیسي) ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ١٦/٥/١٤٠٣ ه.ش چې د ٣٠/١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې واخیستل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیراغا"هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اسلام له نظره د علم په ارزښت خبرې وکړې او استادي یې مقدسه وظیفه یاده کړه، همدارنګه یې د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.
همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې(انګليسی) ژبې ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه چهارشنبې ورځ ١٧/٥/١٤٠٣ ه.ش چې له ١/٢/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS