کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "د عاشورا ورځې تاریخي مخینې" ترسرلیک لاندې دیني-علمي سیمینار وړاندې شو!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۳۱
557
یکشنبې ورځ د ٨/١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٤/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګې کمېټې لخوا، محصلینو ته د "عاشورا ورځې تاریخي مخینې" تر سرلیک لاندې دیني-علمي سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون محصلانو چارو معاون، اسلامي پوهنځي رئیس، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد"غزنوي" په خپلو خبرو کې محصلینو سره د حضرت محمد(ص) ولادت، هجرت، محرم میاشتې او عاشورا ورځې فصیلت اړوند اړېن معلومات شریک کړل.
یاد سیمینار د ښاغلي استاد مجیب الرحمن "عاصم" لخوا محصلینو ته وړاندې شو.
په پای کې د محصلینو سوالونو ته د ښاغلي استاد لخوا قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS