د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو او ماسټرۍ برنامو له تدریسي چارو څخه د لیدنه وکړه!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۹:۳۸
1235
سې شنبې ورځ د ١٨/٢/١٤٠٣ ه.ش چې ٢٨/١٠/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو او ماسټرۍ برنامو له تدریسي چارو څخه د لیدنه وکړه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سیدبشیرآغا "هاشمي" خپلو خبرو کې د ښه راغلاست ترڅنګ، راغلو پلاوو ته د پوهنتون د نه ګوني پوهنځیو د رئیسانو پېژندګلوي وکړه او د پوهنتون اداراتو اړوند یې هر اړخیز معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: الحمدالله د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تدریسي چارې په سمه توګه پرمخ وړل کیږي، خوشحاله یو چې پوهنتون ته مو تشریف راوړ او د پوهنځیو تدریسي چارې به له نږدې وڅېړئ، چې په دې برخه کې د پوهنتون رهبري له تاسو سره پوره همکار دی.
وروسته، لوړو زده کړو وزارت اکاډمیکو چارو څارنې او ارزونې ریاست مسؤولینو پوهنتون ته د راتګ موخه او هدف څرګند کړ، زیاته یې کړه: زمونږ مسؤولین به نن ورځ پوهنتون کې پاتې شي او د پوهنځیو او ماسټرۍ برنامو تدریسي چارې به له نږدې وڅېړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS