کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د افغانستان ملي موزیم څخه لیدنه وکړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۴:۵۵
744
پنجشنبې ورځ د 3/3/1403 هـ.ش چې له 14/11/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د افغانستان ملي موزیم څخه لیدنه وکړه.
یاد سیر علمي چې محصلانو خدماتو چارو معاونیت لخوا ترتیب شوی وو، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، استادانو، د محصلانو خدماتو چارو مسؤول او د پوهنتون مختلفو پوهنځیو محصلینو ګډون درلود.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" چې خپله محصلینو سره ملي موزیم ته تللی وو، محصلینو ته یې د افغانستان تاریخي آثارو د ارزښت اړوند معلومات ورکړل او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د افغانستان تاریخي آثارو سره د محصلینو بلدتیا وه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS