کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "تحصیلي نظام په ښه والي کې د محصل دندې" سرلیک لاندې زده کړیز سیمینار وړاندې شو!

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۱۷
0123
یکشنبې ورځ د 3/11/1445 ه.ق چې له 23/2/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو خدماتو چارو آمریت، محصلینو ته " تحصیلي نظام په ښه والي کې د محصل دندې" ترسرلیک لاندې زده کړیز سیمینار وړاندې کړ.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو او مالي او اداري چارو معاونینو، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه او محصلینو ته یې د زده کړو، مسؤولیتونو، نېکو اخلاقو، پرهېزګارۍ او ښه سلوک او رفتار کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.
همدارنګه، د محصلانو چارو معاون ښاغلي قاضي عبدالعزیز "عزیزی" د یو ښه محصل خصوصیاتو او راتلوونکي لپاره هدف او پلان ټاکلو اړوند اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل.
وروسته، د ښاغلي مدیر صاحب عبدالرشید"سامع" لخوا یاد سیمینار محصلینو ته وړاندې شو.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS