کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې د طبیعي علومو پوهنځي استادانو ته د طبیعي علومو په حوزه کې د "څېړنو لیکلو کرنلارې" په برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل کړ!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۳
444

سې شنبې ورځ ٢٥/٧/۱۴۴۵ هــ ق چې له ١٧/١١/١٤٠٢ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پي-دي-سي تالار کې د طبیعي علومو پوهنځي استادانو ته د طبیعي علومو په حوزه کې د "څېړنو روش او معتبرو ژورنالونو" په برخه کې د (سرلیک او لنډیز لیکلو او ځانګړنو، مقدمې لیکلو او ځانګړنو، لاسته راوړنو او نتیجه ګېرۍ لیکلو او ځانګړنو او معتبرو ژورنالونو)موضوګانو اړوند، دوه ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، طبیعي علومو پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پيل شو.

ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د طبیعي علومو حوزه د څېړنې یوه پراخه حوزه ده چې په دې برخه کې استادانو ته د ورکشاپونو په دایرېدو به استادان د څېړنې په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي او له ټولو استادانو څخه یې وغوښتل چې یاد ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان "رشیدي" د ورکشاپ اهداف، موخو او ضرورتونو اړوند ګډونکوونکو سره معلومات شریک کړل.

په پای کې د ښاغليو دوکتور صاحبانو لخوا ورکشاپ رسماً پیل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS