د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله (خیرخواه) د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه کې ګډون وکړ!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۴۴
5554

دوشنبې ورځ د ١٤٤٤/١٢/٢٨هــ.ق. چې له ١٤٠٢/٤/٢٦هــ.ش. نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله “خیرخواه”، ورسره مل پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د علمي شورا غړو په ګډون کې د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

له معمول سره سم غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېدخان “رشیدي” د پوهنتون رهبرۍ په استازولۍ د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله (خیرخواه) او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون لاسته راوړنو او شته ستونزو حل لارو اړوند بحث او خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د ماسټرۍ د نویو برنامو رامنځته کولو په پار مننه وکړه.

همدارنګه، ښاغلي “رشیدي” په خپلو خبرو کې د روان کال په جریان کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لخوا د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د ملي کنفرانس ( د ښوونیزو او لوړو زدکړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس) تر نامه لاندې د دایرېدو اړوند خبرې وکړې چې، یاد کنفرانس به روان کال دایر شي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله (خیرخواه) د استادانو او علمي شورا غړو د وړاندیزونو اورېدلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل چې، د لوړو زده کړو وزارت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو له زحمتونو او خدمتونو څخه منندويي کوي او ټول وړاندیزونه به د وزارت له مقام سره شریک کړي ترڅو شته ستونزې حل، د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې کار وشی او د لوړو زده کړو وزارت له یاد پوهنتون سره پوره همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي دوکتور لطف الله (خیرخواه) د ملي کنفرانس دایرېدو اړوند وویل چې، د یاد کنفرانس په دایرېدو سره به د هېواد په تعلیمي او تحصیلي بنسټ کې شته ستونزې په نښه او د حل لپاره به یې اړین ګامونه واخیستل شي، نوموړي له ټولو استادانو وغوښتل چې یاد کنفرانس کې ګډون وکړي.

وروسته ښاغلي دوکتور لطف الله(خیرخواه)، د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو د کتابتون په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ، ښاغلي دوکتور لطف الله (خیرخواه) د یاد کتابتون رامنځته کول یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې هیله لري ترڅو د پوهنتون هره پوهنځی داسې کتابتون منځته راوړي ترڅو د محصیلینو د اړتیا وړ کتابونه او د مطالعې ځای، او ستونزې پکې حل شي.

په آخر کې غونډې د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS