د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبیعي علومو پوهنځي له لوري د نیالګيو کېنولو لړۍ دوام!
دا ځل د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي محصلینو د نیالګیو کېنولو دود تر سره کړ.
په دغه کمپاین کې چې د پوهنتون علمي چارو او محصلانو چارو معاونینو هم برخه اخیستې وه، د محصلینو ددې نېک اقدام هر کلی او له هغو یې منندویي وکړه.
همدارنګه د طبیعي علومو پوهنځي مشرتابه له ټولو هغه محصلینو څخه چې په دې کمپاین کې یې برخه اخیستې وه منندویې وکړه، نوموړي په خپله وینا کې محصلینو ته وویل: “د هېواد آبادوول ستاسو مسؤلیت او دنده ده او په هره برخه کې د خپل هېواد لپاره کار او زیار اوباسئ”
