د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي غونډې راپور!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۶:۴۴
ddf

 

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي غونډه د یکشنبې په ورځ ۲۳/۱/۱۴۴۴ نېټه چې د ۳۰/۵/1401 نېټې سره سمون خوري د سهار په 10:00 بجو د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) په مشرۍ ترسره شوه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او په لاندې موضوعاتو خبرې وشوې.

لومړی د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د علمي شورا محترمو غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د پلټنې عالي اداري راغلي هیئت خبرو په ترڅ کې د پوهنتون هر اړخیز معلومات ورکړل، او زیاته یې کړه چې په تېرو درې کلونو کې په پوهنتون کې هېڅ ډول مالي او اداري فساد شتون نه لري، چې د پوهنتون د ټولو علمي او اداري کارکوونکو لپاره د ویاړ ځای دی. د پوهنتون د علمي چارو مرستيال د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون د ستراتيژيک پلان په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې، له نېکه مرغه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون ستراتيژيک پلان د پوهنتون د محترمو غړو د نه ستړي کېدونکو هڅو په پايله کې نهايي شوی دی.

همدارنکهپه غونډه کې د استادانو د علمي تقرر او ترفیع (۶ ) جلده دوسیې د علمي شورا د محترمو غړو لخوا د رایو په اتفاق سره تائید شوې.

په غونډه کې د استادانو له خوا د محصلینو لپاره د ورکشاپونو د برابرولو موضوع مطرح شوه او د پوهنځيو له رئیسانو څخه وغوښتل شول چې د خپلو اړوندو څانګو له آمرینو سره په همغږۍ دې د څانګو د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه لنډ مهاله ورکشاپونه جوړ کړي.

په غونډه کې د افغان ایکس کورسونو په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د پوهنځیو د رئیسانو لخوا د پوهنتون تکنالوجۍ آمریت ته د لېږل شوي لېست له مخې، ګمارل شوي استادان اړ دي چې د افغان ایکس کورس د ثبتولولپاره سټوډیو ته حاضر شي.

غونډه د پوهنتون په چارو کې د بریالیتوب په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS