کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
365yujcftgaw

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو زده کړو د محصلینو خدمتونو او همغږۍ چارو رئیس ښاغلي استاد کلیم الله محمدي، فکري استاد حافظ سمیع الله سبحاني، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري، استادانو، اداري کارمندانو او محصلینو په ګډون ترسره شوه!

ستاینغونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په پیل کې یې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس شیخ الحدیث عبدالمعید ابوالجراد ګډونوالو ته مقدماتي وینا وکړه او د دې غونډې د ارښت اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې.

ورپسې، فکري استاد حافظ سمیع الله سبحاني د علمي او فرهنګي نهضت په جوړولو کې د مسلمان ځوان مسؤلیت او د اېمان مقام موضوع اړوند ګډونوالو ته مفصلې خبرې وکړې، نوموړي خپلو خبرو کې وویل: الله عزوجل له موږ څخه د پیغمبرانو او صحابه کرامو رضی الله عنهم په رقم اېمان غواړي، که کوم مسلمان دا ډول اېمان جوړ کړي، نو دوی به کامیاب او سرلوړي وي او د الله جل جلاله دیدار به یې نصیب کیږي. 
ده زیاته کړه چې پر مونږ  لازم دی چې پر خپل دین افتخار وکړو، نه چې له غرب څخه الهام واخلو؛ ځکه زمونږ دین حق دی او پر حق لار روان یو او یوازې د اسلام مبارک دین دی چې د حق او باطل ترمنځ فرق کوي. 

ورپسې، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو خدمتونو چارو رئیس استاد قاضي کلیم الله محمديد د دې پروګرام اړوند اشخاصو قدرداني وکړه چې د ژمي د رخصتیو په ورځو کې د خپل احساس او محصلینو سره د خواخوږۍ پر اساس دې مسؤلیت ته راودانګل او لله الحمد په نېکه او مؤثره بڼه یې دا برنامه تر پایه ورسوله.

د غونډې په جریان کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي خبرې وکړې، قدرمن رئیس صاحب وویل: الحمدالله ا.ا نظام د دیني علومو ترڅنګ، عصري علومو ته هم کامله توجه لري، لوړو زده کړو کې خورا زیاد پرمختګونه راغلي او دا پرمختګونه به جاري وي، تاسو د هېواد راتلونکي یاستئ له د فرصت څخه پوره ګټه واخلئ او د خپل مسلک مطابق کوښښ وکړئ څېړنې ترسره کړئ او خپله رشته کې هېواد ته د خدمت جوګه وګرځئ. 

غونډه د ژمنۍ تقویتي برنامې دایرونکو استادانو، کارمندانو او مخکښو محصلینو ته د ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو په ورکړې او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS