کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارمندانو ته د سهار ستوري انکشافي مؤسسې لخوا (د ښې رهبرۍ او په چاپېریال باندې د هغې تأثیراتو) ترسرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو!
دوشنبې ورځ ٦/٣/١٤٤٦ هــ ق چې له ١٨/٦/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د سهار ستوري انکشافي مؤسسې لخوا (د ښې رهبرۍ او په چاپېریال باندې د هغې تأثیراتو) اړوند درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، اداري امرینو، کارمندانو او د سهار ستوري انکشافي مؤسسې رئیس او مسؤولینو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد ورکشاپ ضرورتونو او د ښه رهبر او ښه مدیر صفاتو او مسؤولیتونو اړوند هراړخیزې خبرې ورکړې او کارمندانو ته یې په خپلو دندو کې د امانت دارۍ، صداقت او پر وخت یاد ورکشاپ ته د حاضرېدلو او له ورکشاپ څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.
وروسته له مقدماتي خبرو، یاد ورکشاپ د درې ورځو
لپاره د سهار ستوري انکشافي مؤسسې رئیس ښاغلي لارس پیترسن لخوا رسماً پیل شو.
