کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (١٤٠٢) کال محصلینو د فراغت غونډه ترسره شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۹:۴۷
555

سې شنبې ورځ ٧/٥/۱۴۴۵ هــ ق چې له ٣٠/٨/١٤٠٢ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (کمپیوټر ساینس، اختصاصي علومو، تربیتي او ورزشي علومو، تربیتي او مسلکي علومو، اراوپوهنې او ټولنیزو علومو) پوهنځیو د فراغت غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو او محصلینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

لومړۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، فارغو محصلینو ته مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کې محصلینو ته د هدف ټاکلو، اسلامي سیاست، دیني او عصري زده کړو او هېواد ته د خدمت کولو اړوند اړیني سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله "خیر خواه" په خپلو خبرو کې محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: تاسو د هېواد راتلونکي یاستئ خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ او یوازې په لېسانس دورې زده کړو بسنه مکوئ، خپل هېواد او خلکو ته د علم له لارې د خدمت جوګه شئ.

همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېد خان “رشیدي” محصلینو ته د لېسانس دورې د پای ته رسېدو مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه چې، د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد نورې ادارې تاسو ته ضرورت لري او تاسو ته به په مختلفو برخو کې دندې درکړي او ټولو محصلینو څخه یې وغوښتل چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو کې ګډون وکړي

په پای کې د فراغت غونډه محصلینو ته د مبارکپانو په ورکړې سره پای ته ورسېده شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS