کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته "د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو" ترسرلیک لاندې دیني-معلوماتي سیمینار وړاندې شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۲۶
dhsjhm

چهارشنبې ورځ د ١٩/٩/١٤٤٦ هـ.ق چې له ٢٩/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ، محصلینو ته د "روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو" تر سرلیک لاندې دیني-معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

سیمینار غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاد سیمینار غونډه کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، پوهنځيو رئیسانو، اداري آمرینو او محصلینو ګډون درلود چې د "روژې پیغامونو او درسونو، د قدر شپې فضیلتونو، د نوروز ورځې فلسفه د قرانکریم او نبوي سنتونو له نظره، روژه په دري ادبیاتو کې، د انسان پر بدن د عباداتو تأثیر، د انسان پر روان د روژې تأثیر او د انسان د بدن پر سیسټمونو د روژې تأثیراتو" موضوعات د استادانو لخوا ارائه شول.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې وه، منندویې وکړه او د روژې په مبارکې میاشت کې د عباداتو، نېکو اخلاقو، پرهېزګارۍ او ښه سلوک او رفتار کولو اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د فوق لېسانس برنامو آمر ښاغلي دوکتور عبدالقدوس"مظهري" د قدر شپې فضیلت اړوند اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل.

همدارنګه، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد "غزنوي" د نوروز ورځې فلسفې اړوند د قرانکریم او نبوي سنتونو په ړنا کې هر اړخیزي خبرې وکړې.

د سیمینار په جریان کې د روژې درسونو او پیغامونو موضوع د ښاغلي استاد دوکتور محمدعارف "عطایي"، روژه په دري ادبیاتو کې د ښاغلي استاد پوهنیار محمدسلیمان "سایس"، د انسان پر بدن د عباداتو تأثیر موضوع د ښاغلي استاد پوهنمل عبیدالله "حمیدي" د انسان پر روان د روژې تأثیر موضوع د ښاغلي استاد پوهنیار سید بدرالدین "نصرت" او د انسان بدن پر سیسټمونو د روژې تأثیراتو موضوع د ښاغلي استاد نامزد پوهنیار عتیق الله "شریفي" لخوا محصلینو ته اړین معلومات ور کړل شول.

سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS