کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ته "د ارواپوهنې مهارتونه په دنده کې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو! 

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۵:۴
sdfgds

 
 سې شنبې ورځ د ۱۶/۳/۱۴۴۷ ه.ق چې له ۱۸/۶/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ته "د ارواپوهنې مهارتونه په دنده کې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

 سیمینار غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د محصلانو د چارو معاون، مولوي رحمان گل وثیق مقدماتي وینا وکړه او د دې ډول علمي او مسلکي پروګرامونو د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې.

وروسته،  د سیمینار وړاندې کوونکي ښاغلي استاد پوهنیار اسفندیار"حسین"  د هغو اروايي مهارتونو تشریح وکړه چې د ارواپوهنې پوهنځي فارغان یې په مسلکي چاپېریال کې اړتیا لري. همدارنګه یې په سیمینار کې د اغېزمنه اړیکه، د رواني فشارونو مدیریت، د پرېکړې کولو مهارتونه او د کاري شرایطو سره عیارېدنه موضوعات په علمي بڼه محصلینو ته تشریح کړل.

 په پای کې د محصلینو سوالونو ته د ښاغلي استاد لخوا ځوابونه ورکړل شول.

سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS