کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۴۵
4544
 
چهارشنبې ورځ د 16/3/1403 هـ.ش چې له 28/11/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس او استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره، د وړاندیزونو او نظرونو اورېدلو او د ستونزو حل، کمپیوټر ساینس پوهنځي ته د کمبودو وسایلو خریدارۍ، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل، پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو او د محصلینو فکري او اصلاحي روزنې په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” استادانو ته د پوهنځي کتابتون ته د اړینې توجو کولو، د لابرتروارونو څخه ګټې اخیستنې، په تدریسي چارو کې د ستونزو حل او د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS