کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د (پښتو، دري او عربي) څانګو استادانو سره غونډه ترسره کړه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۴
58454
یکشنبې ورځ د ٢٤/۲/۱۴۰۳ هـ.ش چې له ٤/١١/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د (پښتو، دري او عربي) څانګو استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، د پوهنتون معاونینو، ژبو او دبیاتو پوهنځي رئیس او د (پښتو، دري او عربي) څانګو استادانو په ګډون پیل شوه.
لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: یاده غونډه له استادانو سره خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کېدلو او د تدریس ښه والي او کیفیت لوړاوي برخې کې د استادانو نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په پار نیول شوې.
ښاغلي “هاشمي” د (پښتو، دري او عربي) څانګو استادانو ته، د تدریسي چارو ښه والي، کیفیت لوړاوي، خپلو مسؤولیتونو ته زیاته توجه، د پوهنتون اصولو او مقرراتو مطابق د تدریسي چارو مخته وړلو او محصلینو سره ښه سلوک او رفتار په برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ښاغلي "هاشمي" د استادانو د نظرونو او پشنهادونو اورېدلو وروسته، د هغو په عملي کولو تعهد او ټينګار وکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS