کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د ماسټرۍ بورد غونډه ترسره شوه.

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۴۶
123

دوشنبې ورځ د ٢٣/٧/١٤٠٣ ه.ش چې له ١١/٤/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون د رئیس په شتون کې د ماسټرۍ بورد غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د بورد غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نویو ماسټرۍ برنامو او دوکتورا برنامو د نصاب جوړولو کې د ټولو ستونزو حل اړوند هراړخیزي خبرې وکړې، زیاته یې کړه: کوښښ باید وکړو چې د نویو برنامو لپاره د نظام اصولو او مقرراتو مطابق نصاب جور او پلي کړو او پوهنتون کې د یادو برنامو د پرمختګ لپاره باید هراړخیز کار او خدمت وشي.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان"رشیدي" د ماسټرۍ برنامو او دوکتورا برنامو د پرمختګ او ستونزو حل اړوند له ګډوونکونکو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

د غونډې په جریان کې د ماسټرۍ بورد غړو د لاندې موضوګانو اړوند: 
د ماسټرۍ برنامو دویم ظرفیت نوملیکنې، کمبودو صنفونو او د برق ستونزو حل، د فقهې، ښوونیز مدیریت او ریاضي د دوکتورا برنامو او د عربي، جغرافیې، تاریخ، معلوماتي تکنالوژۍ او ښوونیزې پلان ګذاری د ماسټرۍ برنامو د پرمختګ او د نصاب ستونزو حل اړوند بحث او خبرې وکړې .

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS