کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د پلټنې عالي ادارې راغلي پلاوي سره غونډه شوه !

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱۰
414556
 
سې شنبې ورځ د ١٨/٢/١٤٠٣ ه.ش چې ٢٨/١٠/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د پلټنې عالي ادارې راغلي پلاوي سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سیدبشیرآغا "هاشمي" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، راغلو پلاوو ته د پوهنتون اداراتو اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: خوشحاله یو چې پوهنتون ته مو تشریف راوړ او د ټولو اداراتو کارونه او فعالیتونه به له نږدې وڅېړئ چې په دې برخه کې د پوهنتون رهبري تاسو سره پوره همکار دی.
وروسته، د پلټنې عالي ادارې مسؤولینو پوهنتون ته د راتګ موخه او هدف څرګند کړ، زیاته یې کړه: زمونږ مسؤولین به تر یو میاشت پورې پوهنتون کې پاتې شي او د ټولو اداراتو کارونه به له نږدې وڅېړي.
غونډه د دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS