کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د (۱۴۰۳) کال "خزاني سمسټر" د ورځني او شپني ټایم له وروستی ورځې د ازموینو له جریان څخه لیدنه وکړه!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳
لایب54

 چهارشنبې ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٦ هـ ق چې له ٥/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس او محصلانو چارو مرستیال د (۱۴۰۳) کال "خزاني سمسټر" د ورځني او شپني ټایم له وروستی ورځې د ازموینو له جریان څخه لیدنه وکړه.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او محصلانو چارو معاون ښاغلي مولوي ګل رحمان "وثیق" د بېلابېلو پوهنځیو د ورځني او شپني ټایمونو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو څخه یې په ازموینو کې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین اړوند وپوښتل، ټولو محصلینو په ازموینو کې د شفافیت له شتون څخه خوشحالي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د استادانو لخوا په ښه سلوک او رویې سره ازموینې واخیستل شوې او ازموینو کې د ړونتیا او شفافیت اړوند مونږ راضي یاستو.

همدارنګه، د پوهنتون رئیس ښاغلي "هاشمي" ټولو استادانو څخه د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو مطابق د ازموینو اخیستلو اړوند منندویی وکړه، زیاته یې کړه: خوشحاله یو چې د استادانو لخوا د پوره روڼتیا او شفافیت په شتون کې ازموینې واخیستل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS