کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ډیپارټمنټ لخوا مختلف کتابونه نندارې ته وړاندې شول!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۹:۵۰
123
دوشنبې ورځ د 21/3/1403 هـ.ش چې له 3/12/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ډیپارټمنټ لخوا مختلف کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
په یاد نندارتون کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، د پوهنتون معاونینو، ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو ګډون درلود.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاده برنامه یې دایره کړې وه، زیاته یې کړه: ګرانو محصلینو! تاسو د هېواد راتلوونکي یاستئ، باید هره برخه کې تحقیق وکړئ، له مختلفو کتابونو څخه د مطالعې لپاره ګټه واخلئ، خپل اضافي وخت د کتابونو په مطالعه سره تېر کړئ او خپل هېواد ته د خدمت جوګه وګرزئ.
وروسته، د انګلیسي ډیپارټمنټ استاد ښاغلي پوهنیار عبدالله "مخلص" چې یاده برنامه یې په لار اچولې وه، ویې ویل: د دې برنامې هدف او موخه د انګلیسي ادبیاتو له کتابونو سره د محصلینو بلدتیا، ادبیاتو اساساتو سره بلدتیا، مطالعې لپاره د انګېزې پیداکولو او د محصلینو تشویق کولو په پار دایره شوې ده.
همدارنگه، محصلینو سره د انگلیسي ادبیاتو دانشمندانو او د ادبیاتو اساساتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS