کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د تاریخ او جغرافیې څانګې محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د بغلان او سمنگان ولایتونو له مختلفو تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۳۹
0ععتال

په یاد علمي سفر کې د محصلینو خدمتونو او همغږۍ چارو مسؤل او د یادې څانګو استادانو او محصلینو  ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان‌ګل "وثیق" د یاد سفر ګډونوالو محصلینو ته هراړخیزې خبرې وکړې. زیاته یې کړه: دا علمي سفر د دې لپاره تنظیم شوی چې محصلین یوازې په کتابي زده کړو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ساحو، فابریکو، تاریخي ځایونو او جغرافیوي ځانګړتیاوو ته له نږدې کتل وکړي. د هېواد صنعتي پرمختګ د ځوانانو پر اوږو ولاړ دی، او تاریخي ځایونه د ملت د هویت ژوندۍ نښې دي. هیله لرم چې دغه سفر به ستاسو د پوهې افقونه پراخ کړي او په راتلونکي کې به تاسو د خپل هېواد په خدمت کې لا اغېزمن نقش ولوبولی شئ.

همدارنګه، د علمي سفر ګډونوالو استادانو او مسؤلینو، ټینګار وکړ چې د داسې علمی سیرونو موخه د محصلینو لپاره د چاپېریال مشاهدې، د علمي ساحو له نږدې پېژندنې، د مسلکي تجربو د ترلاسه کولو او له فراغت وروسته د کاري فرصتونو په مناسب درک کې مهم رول لري.

د یادولو وړ ده چې یاد علمي سفر په پیل کې محصلینو په بغلان ولایت کې د شکر فابریکې د تولید ځانګړې برخې، ماشینري او د تولید بهیر یې له نږدې ولیدو او د شکر تولید، تصفیوي پروسې، د شکر د خام موادو ګټې او اقتصادي اهمیت اړوند د مسؤلینو لخوا مفصل معلومات وکړل شول، وروسته محصلین یاد ولایت کې د سمنټو فابریکې ته ورغلل او د سمنټو د تولید مراحل، کیمیاوي ترکیب، فابریکې د ډبرو کان، برقي سیسټم او د صادراتو ظرفیتونه یې له نږدې ولیدل. همدارنګه د سفر په جریان کې د سمنګانو ولایت ته له سفر وروسته یې یاد ولایت کې د رستم تخت او نور تاریخي ځایونه ولیدل او د مسؤلینو لخوا د تاریخي ځایونو اړوند مفصل معلومات له محصلینو سره شریک شول.


د علمي سفر برخه‌والو محصلینو وویل: د پوهنتون له رهبری څخه مننه کوو چې زمونږ لپاره داسې برنامو ته زمینه برابروي، دغه ډول علمي سیرونه زمونږ لپاره ډېر ارزښت لري او د راتلونکو تجربو لپاره مو ذهنیت پراخوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS