کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو لپاره" د ژبو او ادبیاتو ملي ژورنال څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!
شنبې ورځ ٢٥/٤/۱۴۴۷ هــ ق چې له ٢٦/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو لپاره" د ژبو او ادبیاتو ملي ژورنال څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال په مقدماتي خبرو پیل شو. نوموړي د څېړنو په پرمختګ، د علمي مقالو په لیکلو او نړیوالو ژورنالونو ته د استادانو د لاسرسي اهمیت اړوند خبرې وکړې.
وروسته، یاد ورکشاپ د ژورنالونو ترینر ښاغلي جان محمد"رسا" لخوا پیل او د ژبو او ادبیاتو اړوند علمي ژورنال پېژندنه، ژورنال څخه ګټه اخیستنه، د ګوګل اسکالر د جوړولو عملي لارښود، او د څېړنو د نړیوالو معیارونو د رعایت څرنګوالي اړوند هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
