کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د طبیعي علومو پوهنځي استادانو لپاره" د طبیعي علومو ملي ژورنال څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۹:۴۹
شی867بسی

شنبې ورځ ١٠/٥/۱۴۴۷ هــ ق چې له ١٠/٨/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنو او علمي مجلو معاونیت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په تالار کې د طبیعي علومو پوهنځي استادانو لپاره" د طبیعي علومو ملي ژورنال څخه د ګټه اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال په مقدماتي خبرو پیل شو. نوموړي د څېړنو په پرمختګ، د علمي مقالو په لیکلو او نړیوالو ژورنالونو ته د استادانو د لاسرسي اهمیت اړوند خبرې وکړې.

وروسته، یاد ورکشاپ د ژورنالونو ترینر ښاغلي جان محمد"رسا" لخوا پیل او د طبیعي علومو اړوند علمي ژورنال پېژندنه، ژورنال څخه ګټه اخیستنه، د ګوګل اسکالر د جوړولو عملي لارښود، او د څېړنو د نړیوالو معیارونو د رعایت څرنګوالي اړوند هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS