کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوټبال سیالۍ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۴:۴۳
+awg

یکشنبې ورځ د ١٣/١١/١٤٤٦ ه.ق. چې له ٢١/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوټبال سیالیو پای لوبې غونډه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون سره ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاون ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله“عمرخیل” د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو اړوند وویل: یادې سیالۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوټبال په ورزشي میدان کې په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شوې.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې د اول څخه تر درېیم مقام ګټونکو پوهنځيو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه: هیله لرو چې په راتلونکې کې په نورو برخو کې هم داسې ټورنمنټونه برابر شي.

د غونډې په جریان کې د محصلانو خدماتو چارو آمر ښاغلي انجینر خان آغا"خبیب" د ورزش اهمیت اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه: د محصلانو خدماتو چارو آمریت پام کې لري چې راتلونکي کې نورو برخو کې هم داسې لوبې شروع کړي او له ټولو محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د پوهنتون په ټولو ټورنمنټونو کې فعاله سهم ولري.

وروسته، د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل سیدعبیدالله"حمیدي" اول، دوهم او درېیم مقام ګټونکو پوهنځیو لوبغاړو ته یې مبارکۍ ورکړه او د محصلانو چارو او مالي او اداري چارو له معاونیتونو څخه یې مننه وکړه چې د یادې سیالۍ یې په لار اچولې وې او خورا زیار یې ایستی وو.

غونډه د دعایې په ویلو او د ټورنمنټ دایرونکو غړو او ورزش کارانو ته د ستاینلیکونو او مډالونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو لومړۍ مقام د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د بدني روزنې او ورزشي علومو او کمپیوټرساینس پوهنځي په دویم او دریم مقام سره راغلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS