کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره "د وخت مدیریت او لومړیتوب" ترسرلیک لاندې دوه ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ پیل شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۷
DFGSDFGB

چهارشنبې ورځ ١٠/٣/١٤٤٧ هــ ق چې له ١٢/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د استادانو مسلکي انکشاف آمریت لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې استادانو لپاره " د وخت مدیریت او لومړیتوب ټاکنه" ترسرلیک لاندې دوه ورځنۍ ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، رئیس، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

 

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سیدبشیرآغا"هاشمي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، زیاته یې کړه: پوهنتون کې د تدریسي چارو ښه والي برخه کې د وخت مدیریت او په ټاکلي وخت د کارونو ترسره کول ضروري او لازمي دي، همدارنګه یې د اسلام مبارک دین له نظره د وخت مدیریت اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

 

وروسته، د استادانو مسلکي پراختیا آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" ګډونوالو سره د ورکشاپ دایرولو د اهدافو او ضرورتونو اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

 

په یاد دوه ورځني سیمینار کې به د ښاغلي پوهنیار علی اکبر"آرمان" لخوا د ( وخت تعریف، د وخت مدیزیت تعریف، د وخت مدیریت ارزښت، د وخت علمي اصول او قوانین، لومړیتوب ټاکنه او لومړيتوب معیارونه) موضوعاتو اړوند به له استادانو سره هراړخیز معلومات شریک شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

BACK TO NEWS