کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د بسکټبال ملي فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۳:۴۱
55kuju

 

شنبې ورځ د ١/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٩/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او د بسکټبال ملي فدراسیون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او د بسکټبال ملي فدراسیون د رئیس ښاغلي الحاج عبیدالله"ارغندیوال" ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو ځانګری پوهنځي لري چې هر کال سلګونه مسلکي استادان ټولنې ته وړاندې کوي، هیله لرو چې د یاد هوکړه لیک په تطبیق سره ورزشي برخې لا پیاوړي شي او د بسکټبال فدراسیون رئیس ته یې د یاد هوکړه لیک په عملي کولو ډاډ ورکړ.

یاد هوکړه لیک چې په یوولسو مادو کې ترتیب شوی د هوکړه لیک له مخې به د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او بسکټبال ملي فدراسیون ترمنځ د ( په علمي او تحقیقي او ورزشي برخو کې د دواړو اړخیزو ګډه همکاريو، ګډو ښوونیزو برنامو برابرولو، د استعدادونو پیداکولو، د روزونکو ټاکلو، د ګډو ښوونیزو برنامو سره د دواړو خواوو همکاري، ګډو تمریناتو ترسره کولو، تحقیقي پروژو ترسره کولو، توسعي برنامو جوړولو، فرهنګي برنامو ترسره کولو.... ) برخو کې لاسلیک شو.

یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS