کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استراتیژيک پلان پر تطبیق د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۵۲
123

شنبې ورځ د ٧/۷/١٤٠٣ ه.ش چې ٢٥/٣/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (١٤٠١-١٤٠٢) استراتیژيک پلان پر تطبیق د ارزونې کمېټې غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او څانګو آمرینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران سیدبشیرآغا "هاشمي" د پوهنتون استراتیژیک پلان پر تطبیق د ارزونې کمیټې غړو څخه د مننې ترڅنګ، په یاده غونډه کې د ګډون کولو په پار خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه کوو چې یاد استراتیژیک پلان یې تأیید کړ او هیله لرو چې په پلي کولو کې یې له مونږ سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي؛ ځکه چې ددې پلان په پلي کېدو سره به تر راتلونکي پنځو کلونو پورې په دې پوهنتون کې ټولې ستونزې حل شي.

ښاغلي "هاشمي" د غونډې له ټولو ګډون کوونکو څخه وغوښتل ترڅو د استراتیژیک پلان له هر اړخه ځان خبر کړي، زیاته یې کړه چې نوموړی استراتیژیک پلان مو د لوړو زده کړو وزارت پلان او پالیسۍ ریاست سره په همغږۍ جوړ کړی دی.

وروسته، د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند "رشیدي"خوښي څرګنده کړه: چې د یو اکاډمیک چاپیریال د دوه کالو استراتيژیک پلان د تطبیق غونډه کې ګډون کوو، ښاغلي "رشیدي" زیاته کړه چې هره اداره چې موخې او پلان ولري هېڅکله شاته نه پاتې کیږي.

د غونډې په جریان کې ښاغلي دوکتور "امیني" د ننۍ غونډې پروسیجر له ټولو ګډون کوونکو سره شریک کړ.

د غونډې په پای کې، د استراتیژیک پلان پر تطبیق د ارزونې کمېټې غړو د پوهنتون معاونیتونو او نه ګوني پوهنځیو د ١٤٠١ او ١٤٠٢ کال استراتیژیک پلان مطابق ګزارشونه واورېدل او وروسته له تأیید څخه به دې لوړو زده کړو وزارت ته ولېږل شي.

غونډه د دعایې ویل سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS