کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!
چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول" ترسرلیک لاندې یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو، چې پکې د پلان جوړونه، تنظیم، رهبري، همغږي او د څارنې او ارزونې موضوعاتو اړوند هراړخیز بحث وشو.
د ورکشاپ په پیل کې، د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح خپلو خبرو کې وویل: د مدیریت اصول موږ سره مرسته کوي چې همغږي او ارزونه په ښه ډول ترسره کړو. کله چې دا اصول په سمه توګه عملي شي، د تدریس کیفیت لوړېږي، د استادانو او محصلینو ترمنځ همکاري پیاوړې کېږي او د ادارې موخې په اغېزمنه توګه ترلاسه کېږي.
وروسته له مقدماتي خبرو یاد ورکشاپ د پوهندوی زین الله صالحي له لوري وړاندې شو او د ذکرشویو موضوعاتو اړوند یې ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
