کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۲۲
لسیبسیبس

سې شنبې ورځ د ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالحکیم"حمدي" د پیل وینا وکړه او پوهنتون کې یې د استادانو او کارمندانو د نه ستړې کېدونکو هڅو او علمي خدمتونو قدرداني وکړه. زیاته یې کړه: هیله مند یو چې استادان د ژمني رخصتیو څخه په ګټه اخیستنې سره د څېړنې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي، علمي مقالې ولیکي او د ورکشاپونو او سیمینارونو په دایرولو کې له پوهنتون سره پوره همکار اوسي، همدارنګه ښاغلي رئیس صاحب خپلو خبرو کې وویل: د محصلینو لپاره تقویتي کورسونه باید په نورمال ډول پرمخ ولاړ شي او د څېړنو، مقالو لیکلو، تقویتي کورسونو او سیمینارو په ترسره کولو کې پوره زیار او کوښښ وشي.


وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:
 (عمومي کتابتون لپاره د مناسب ځای تنظیم، دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د وسایلو او تجهیزاتو خرایداري، پر وخت د مکتوبونو ځواب، پوهنځیو لپاره د ځانګړې قرطاسیې پام کې نیولو، استراتیژیک پلان له تطبیق څخه څارنه، نوښتګرو محصلینو لپاره د پالیسی جوړولو او متفرقه موضوعاتو) اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS