کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، تخار او لغمان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۱:۵۴
123

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، فاریاب، تخار او لغمان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي (تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د یکشنبې ورځ ٥/٣/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ١٨/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د دې پروسې په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: زمونږ هېواد او ټولنه په دې وخت کې مسلکي او متعهد استادانو ته ډېره اړتیا لري او ټولو نوماندانو ته یې د علم او زده کړو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې وویل: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.

د نوماندانو مسلکي(تحریري) ازموینه په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS